نړۍ

د ايتاليا نوى جمهور رييس وټاکل شو

روم- بى بى سي – باختر د سلواغې دمياشتې ١٢
د ايتاليا پارلمان د اساسي قانون د محکمې قاضي (سرجيو ماتارلا) د دغه هيواد د نوي جمهور رييس په توګه انتخاب کړ.
سرجيو تارلا ٧٣ کلن دى او د ٨٩ کلن جورجيوناپوليتانو ځاى په ونيسي چې د روانې مياشتې په لومړيو وختوکې له قدرت څخه ګوښه شو .
سرجيو ماتارلا د ايتاليا په سيسيل کې له يوې مشهورې کورنۍ څخه دى. د ده مشر ورور په ١٩٨٠ م کال کې د مافيا له خوا ووژل شو . درې کاله وروسته ماتارلا دموکرات مسيحي ګوند د يوه غړي په توګه پارلمان ته ورسيد.
هغه وروسته د ايتاليا په بېلابېلو حکومتونوکې د وزير په توګه کارکړى دى. ماتارلا مخکې له دې چې د جمهور رييس په توګه انتخاب شي؛ د اساسي قانون د محکمې د قاضي په توګه يې کارکاوه.
دى د ايتاليا له مشهورو سياستوالو او د صدراعظم ماتيو رنتسي له متحدينو څخه بلل کيږي.
زيات شمېر سياستوال د جمهور رييس په توګه د ده انتخاب صدراعظم ته مهم سياسي برياليتوب بولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته