
کابل/ د چنګاښ ۲۲ مه / باختر
افغان هوايي ځواکونو نن شاوخوا ۲ بجې د قندهار ښار د اوومې حوزې په مربوطاتو کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر هدف ته له رسېدو مخکې په نښه کړ.
د قندهار د والي ویاند بهیر احمدي وایي چې افغان هوايي ځواک د قندهار د اوومې حوزې په مربوطاتو کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر په نښه کړی او له منځه یې وړی دی.
وصال