سیاست

حامدکرزي دهلمند ولايت له مشرانو سره وکتل .

کابل باختر د کب ديارلسمه :
دافغانستان پخواني جمهور رييس حامدکرزي  نن دهلمند ولايت له يوشمير مشرانو سره دخپل کار په دفتر کې وکتل .
دپخواني جمهور رييس  دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. په دې کتنه کې دولسي جرګې  وکيل نعمت الله  غفاري  دنورو په استازيتوب خبرې وکړې او په تيرو  ديارلسو کلونوکې يې دحامدکرزي دخردمندانه مشرتابه او رهبري له  امله  دقدرداني  په ترڅ کې افغانستان خلکو ته دده  دخدمتونو درناوى وکړ .
دکتنې په دوام حامدکرزي  وويل: ملي وحدت زموږ دګران هيواد او نظام دپايښت  ضمانت کوي موږ بايد دملي يو والي ،اتحاد او اتفاق  په ټينګښت کې له هيڅ راز سرښندنو څخه  ډډه ونه کړو او دهغو په ساتنه کې هڅه او هاند وکړو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته