ورزش

د شاهين آسمايي ټيم د څلورم ځل لپاره د هېواد د فوټبال د غوره ليګ اتل شو

 کابل باخترلړم دمياشتې ٦ نيټه  :
د شاهين آسمايي د فوټبال ټيم تېره شپه په پاى لوبه کې د دريو په وړاندې په څلورو سره د ميوند اتلانو ټيم ته ماتې ورکړه او د څلورم ځل لپاره د هېواد د غوره ليک د سياليو اتل شو.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې :
دغه لوبه د ماښام په شپږو بجو پيل شوه چې په قانوني وخت کې لوبه د دوو په وړاندې په دوو سره برابره پاى ته ورسيده، خو په اضافي وخت کې د شاهين آسمايي ټيم د دريو په وړاندې په څلورو سره د ميوند اتلانو ټيم ته ماتې ورکړه.
د هېواد د فوټبال  فدراسيون د مطبوعاتو غړي شمس اميني باختر آژانس ته  وويل: اتل ټيم ته ٧٥٠ افغانۍ او دويم ټيم ته ٥٠٠ زره افغانۍ ورکړى شوې.
د غوره ليګ د شپږمې دورې د ښه لوبغاړي او د ښاغلي ګول لقب امرالدين شريفي ته ورکړ شو او د ښه ګول کيپر لقب دميوند اتلانو د ټيم ګول کيپر ته ورکړ شو.
د يادونې وړ ده چې د دغو سياليو اتل د آسيا د (اې اف سي) کپ سياليو ته لاره وموندله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته