خبرونهسیاستTOP

افغان چارواکو د ايران له سفیر سره د ويزو په برخه کې د آسانتياوو رامنځته کولو په تړاو خبرې وکړې

کابل، د سلواغې ۷مه، باختر
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي پرون د یاد وزارت په ستوري ماڼۍ کې د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ‌له ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي، د سفارت مرستیال، ډیپلوماټانو او په هېواد کې د ایران د څلورو کونسلګریو له مسؤلینو سره ناسته وکړه.
‏په دغه ناسته کې د اسلامي امارت د وياند ذبیح الله مجاهد په ګډون د بهرنیو چارو وزرات یو شمېر رئیسانو هم ګډون درلود.
په ناسته کې پر سیاسي موضوعاتو سربېره د ویزو په برخه کې د لازمو آسانتياوو او چټکتیا رامنځته کولو، د سوداګرۍ او کرنې په برخو کي د تازه اقداماتو او یو شمېر نورو موضوعاتو د ښه والي په تړاو خبرې اترې وشوې.
د یادونې وړ ده چې په دې ناسته کې د هر اړخیزې همکارۍ او همغږۍ په اړه مفصل بحثونه ترسره شول.
افغانمل

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا