ټولنه

د قندهار د مرکزي جېل لپاره نوې ودانۍ رغول کېږي

قندهار باختر د مرغومې ۵ مه
د ٣١٥ مېلیونو افغانیو په لګښت د قندهار ولایت د مرکزي جېل لپاره نوې ودانۍ رغول کېږي.
دغه څرګندونې د مرکز کابل د جېلونو د عمومي ریاست پلاوي قندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د والي له مرسیتال عبدالحنان منیب سره په کتنه کې وکړې.
د باختر اژانس دسیمه یېز خبریال د خبر له مخې:
په دې کتنه کې له کابل څخه تللي پلاوي د قندهار د ولایتي ادارې له مسوولینو څخه د ودانۍ د رغولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د قندهار د والي مرستیال عبدالحنان منیب ورغلي پلاوی ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې د جېل د دغې ودانۍ لپاره په دامان ولسوالۍ کې ۱۵۰  جريبه ځمکه د ځمکوالۍ ادارې په مرسته ځانګړې شوې ده.
په دې کتنه کې له ورغلي پلاوی څخه غوښتنه وشوه چې د ودانۍ په رغولوکې دې د بندیانو لپاره اړینې اسانتیاوې هم په پام کې ونیول شي، ترڅو د محبوسینو حقونه په کې خوندي ساتل شوي وي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته