امنیت

داعشيان او طالبان قوش تيپې او درز اب ته دخوراکي توکو دليږدونې مخه نيسي .

کابل باختر د وږي شپږ ويشتمه :
دوروستيو ناامنيو له امله دجوزجان ولايت په ځينو اړوندو ولسواليو کې دخوراکي توکو بيې دوه برابره لوړې شوې دي .
دجوزجان دولايتي شورا غړې حليمې  صدف دباختراژانس ته وويل  دوسله والو طالپانو او داعش ډلې دجوزجان ولايت دقوشتيپې  او درز اب  دولسواليو په لارو کې دخلکو داړتيا وړ خوراکي توکو دموټرو مخه نيسي او په دغو ولسواليو کې دخوراکي توکو بيې دوه برابره شوې دي .
صدف زياته کړه دغه حالت بې وزلي  خلک انديښمن  کړي دي او آن زياترو هټيوالو  خپل دوکانونه تړلې دي او يوشمير يې خوراکي توکي له  سختو لارو څخه دقاچاقو  په ډول دغو ولسواليو ته ليږدوي
دجوزجان دولايتي شورا دغه غړې وايي که چيرې  حکومت ددغو ولسواليو امنيت ته جدي پاملرنه ونه کړي  په سلو کې پنځلس هغه سيمې به چې ددولتي ځواکونو تر ادارې لاندې دي هم ددولت دوسله والو مخالفانو لاس ته ورشي .
ددرز اب ولسوالۍ سرپرست باز محمد داور دخلکو دستونزو په تاييدولو سره وايي ددرز اب اوسيدونکي په بد اقتصادي حالت کې شپې سبا کوي خو دولت تراوسه پورې د داعشيانو او طالبانو دځپلو لپاره کوم کار نه دى کړى .
په همدې حال کې دجوزجان دوالي وياند محمد رضا غفوري  وايي چې په دغو سيمو کې دچاڼيزو عملياتو دترسره کولو لپاره هلې ځلې  دوام لري او په ډير لنډ ممکن وخت کې به دغه عمليات پيل شي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته