(PS)خبرونهTOP(PS)(PS)ورزش

افغان کرکټ ملي لوبدله د بنګله دېش پر وړاندې د ټېسټ سیالۍ په موخه دغه هېواد ته ورسېده

کابل، د غبرګولي ۲۰مه، باختر
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د بنګله دېش پر وړاندې د یوازینۍ ټېسټ سیالۍ په موخه دغه هېواد ته ورسېده.
د مهال وېش له مخې؛ دغه سیالي به د روانې جون میاشتې په ۱۴ نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۸ مې نېټې به د بنګله دېش د پلازمېنې ډهاکې په شېر بنګله کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.
هېره دې نه وي، چې له دې وړاندې ملي لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې درې یوه ورځنۍ سیالۍ ترسره کړې، چې په کې افغان لوبډلې یوه لوبه وګټله او دوه یې وبایللې.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا