(PS)خبرونه(PS)ورزش

افغان کرکټ ملي لوبډله د پاکستان پر وړاندې درې نړيوالې يو ورځنۍ لوبې کوي

کابل، د زمري ۱۰مه، باختر

افغان کرکټ ملي لوبډله به د اګست مياشتې په ۲۲، ۲۴ او ۲۶ مه نېټه د افغانستان په کوربه توب د درې نړيوالو يو ورځنيو سياليو په لوبلړۍ کې د پاکستان پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.

ټاکل شوې ده چې یادې سیالۍ د سریلانکا هېواد په دوه بېلابېلو لوبغالو کې تر سره شي. لومړۍ دوه سیالۍ به د مهالوېش له مخې په همبنټوټا او درېیمه او وروستۍ سیالۍ په کولمبو کې ترسره شي.

يادې سیالۍ په داسې وخت کې ترسره کېږي چې په راتلونکو میاشتو کې آسیا جام او ورپسې نړیوال جام هم ترسره کېږي.

بايد وويل شي چې له دې وړاندې د روان کال په مارچ میاشت کې افغان کرکټ ملي لوبډلې پاکستان ته د دریو شل اوریزه سیالیو په لوبلړۍ کې ۲-۱ ماتې ورکړې وه.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا