نړۍ

دمديترانې په سمندرګي دلسګونو تنو سوري اودنورو افريقايي هيوادونو دپناه غوښتوونکو ډوبيدل

طرابلس   دويچه ويله باختر د مرغومي دمياشتې  ١٦ :
دمديترانې سمندرګي بيا هم  هغه په لسګونو تنه پناه غوښتوونکي چې دليبيا له سواحلو څخه دايټاليا دسيسيل ټاپو په لور روان وو ، ووژل  او يوشمير پناه غوښتوونکي دمالتا ديوې تجارتي بيړۍ په واسطه  ژغورل شوي دي او دسيسيل ټاپو ته ليږدول شوي دي.
دماشومانو دملاتړ سازمان د ژغورل شويو کسانوله خولې پرون خبرورکړ  چې  دغو کسانو  په يوې  کوچنۍ بيړۍ سره سفر کاوه او ښايي چې ديکشنبې په ورځ   په دې بيړۍ کې چاودنه شوې وي  اوله  بلې کوچنۍ بيړۍ سره  يې ټکر کړى وي.
يوه اړونده  خبرځاى وويل  په څو وروستيو ورځو کې  يو زيات شمير پناه غوښتوونکي  له کوچنيو بيړيو سره  دليبيا له سواحلو څخه دايټاليا په لور روان شوي دي.
دغه بيړۍ دمديترانې له سمندرګي څخه  دتيريدو توان نلري او کولاى شو ووايو  چې  زياتره به يې هدف ته ونه رسيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته