امنیت

په فارياب کې ځانمرګى بريد

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١٦ :
په فارياب ولايت کې ديوه ځانمرګي بريدله امله يو ملکي وګړى ووژل شو او څه ناڅه لس تنه نور ټپيان شول.
ځانمرګويرغلګرو نن سهاردقيصار ولسوالۍ په بازارکې  دوسله والو طالبانو په وړاندې دوګړنيو پاڅون کوونکو قوماندان ، قوماندان ستار په کاروان  بريد وکړ.
ويل کيږي په دې پيښه کې قوماندان ستار ته زيان نه دى اوښتى.
دفارياب  ولايت يوه امنيتي خبرځاى باخترآژانس ته وويل : په دې پيښه کې يو ملکي وګړى ووژل  اوڅه ناڅه لس تنه نور ټپيان شول.
ده وويل ځانمرګي يرغلګر دقيصار ولسوالۍپه بازارکې دوسله والو طالبانو په وړاندې دوګړني پاڅون کوونکو دقوماندان  ستار په  وړاندې ځان وچاوه .
دفارياب ولايت پوځي مقامات  وسله وال  طالبان ددغه بريدمسوول بولي او وايي  ددغې پيښې دعاملينو دپيژندنې اونيولو لپاره هلې ځلې  پيل شوي دي.
دغه راز دفارياب  روغتيايي مسوولينو  ددغې پيښې ددريو تنو ټپيانو روغتيايي  خراب بللى  دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته