سیاست

جمهورريیس غني د قطر ناستې له افغان پلاوي سره وکتل

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٠مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني پرون مازیګر د قطر په ناسته کې د افغان لوري له ګډون کوونکي پلاوي سره وکتل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ وشوه، یاد پلاوي قطر ته د خپل سفر او د یادې ناستې په اړه جمهورريیس ته معلومات ورکړل او ويې ویل: په دې ناسته کې پر ملي یووالي، نویو ارزښتونو، د تېرو ۱۸ کلونو د لاسته راوړنو او پرمختګونو پر ساتنې د نظر تبادله وشوه. 
دوی هیله څرګنده کړه چې دغه ناسته به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخو مذاکراتو د پیل ګام واوسي.
جمهورريیس غني له یاد پلاوي څخه مننه وکړه او ويې ویل: ستاسې ګډون یو ښه پیل و او په خپلې استازولۍ مو له طالب لوري سره د افغان ملت برحقه غوښتنه مطرح کړه.
جمهورريیس د دې په بیانولو سره چې مفاهمه مهمه ده او موږ په ټولو پړاوونو کې مفاهمې ته اړتیا لرو؛ وویل: د سولې د پرمختګ په برخه کې یوازینۍ معقوله لار دا ده چې طالبان په مستقیم ډول له افغان حکومت سره خبرو ته کېني.
جمهورريیس غني وویل: موږ مذاکراتو ته بشپړ چمتو والی لرو او سره له دې چې ستاسې پرېکړه لیک اجباري نه دی، خو د افغانستان حکومت ورته درناوی لري.
جمهوررييس څرګنده کړه: له معمول سره سم په مذاکراتو کې سخت او بحث پارونکي مسایل مطرح کېږي، خو د افغانستان حکومت به پایداره سولې او ثبات ته د رسېدو په خاطر خپلو هڅو ته دوام ورکړي.#
پاى – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته