خبرونهټولنه

الخدمت بنسټ پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت له وزارت سره د ۸۰ ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړه

کابل، د ثور ۳۱ مه، باختر

د پاکستان اسلامي جمهوریت د الخدمت فاونډیشن پرون ۸۰ ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکي د تورخم بندر له لارې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت له وزارت سره مرسته وکړه.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د نړیوالو اړیکو رییس مولوي شمس الدین حقیار وايي چې دغه مرستې به د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې په وروستیو سېلاوونو کې پر زیانمن شویو کورنیو ووېشل شي.

په ورته وخت کې د الخدمت موسسې مشر خالد وقاص وویل چې په دغه مرسته کې اوړه، وریجې، غوړي، بوره، مالګه، کمپلې بالښتونه، توشکې او درمل شامل دي. هغه ژمنه وکړه چې له اسلامي امارت سره به د زیانمنو شویو کورنیو د لاسنیوي په پار ورته نورې مرستې هم وکړي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان د هېواد له سویلي ولایتونو سره هم اووه ټنه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې ده.

ن/ر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا