خبرونهTOPټولنه

په تېره اوونۍ کې شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ په وړیا ډول خپلو سیمو ته لېږدول شوې دي

کابل، د مرغومي ۲۹مه، باختر
د تېرې اوونۍ په بهير کې شاوخوا ۵۰۰ راستنې شوې کورنۍ، په وړیا ډول خپلو سیمو ته لېږدول شوې دي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دغه وزارت په مشرۍ، د ټرانسپورټ کمېټې له لورې په تېره اوونۍ کې له تورخم او سپین بولدک څخه ۴۸۹ راستنې شوې کورنۍ په وړیا ډول تر خپلو سیمو لېږدول شوې دي.
هېره دې نه وي چې ‏د یادې کمېټې لخوا تر اوسه پورې، ۱۰۲ زره ۸۱۵ راستنې شوې کورنۍ له تورخم او سپین بولدک څخه بېلابېلو ولایتونو ته په وړیا او خوندي ډول لېږدول شوي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته