سیاست

تبصره

کابل باختر دغويي ٦ مــــــــــــــــــــــــه

صلاح الدين رباني پرون په رسمې ډول د افغانستان دسولې د عالي شورا درئيس په توګه په کارپيل وکړ.

دافغا نستان دسولې د عالي شورا درئيس په تو ګه دصلاح الدين رباني له انتخاب وروسته تبصري اودنظريو څرګندول پيل شول

موافقينو اومخالفانو بيلابيلونظريي څرګندې کړې

دباختر اژانس سياسي مبصر ليکي : په ديموکراتيکو ټولنوکې د مخالفانو اوموافقينو تبصري اودنظر څرګند ونې د هيوادونو د ملي ګټو په پام کې نيولو سره طرحه کيږي خو په هغو هيوادونوکى چې نوى ديمو کراسي تجربه کيږي او فراخ بنسټه کيدو په لور له ستونزو څخه کرارکرار تيريږي .

د مخالفينو اود موافقينو دنظريو څرګندونې له بده مر غه دسياسي مفکورو تراغيزې لا ندې را ځي

له هغه وروسته چې پرو فيسربرهان الدين رباني تيرکال خپل سر دسولې او هيواد په لاره کې قرباني کړاوږدي خبري وشوې چې بل څوک انتخاب شي او را منځته شوى تشه ډکه کړي او له مخالفينو سره دخبرو تفاهم بهير تعقيب کړې

په پاى کې دسولې د عا لي شورا دغړو په ډله ييز ې ارا دي سره دشهيد استاد زوي په دې مقام و ګومارل شو . چې يوځل بيا دسو لې زنګ بيا وکړنګوي اود مخورو شخصيتو نو ،مشرا نو اوعالما نو دتجربو څخه په استفادي سره دسو لې کاروان هغه تګلوري ته رهبري کړي . چې د افغا نستان ملت يي ملا تړ کوي او دتحقق هيله يې لري

په هر صورت ځوان ذهن او سياسي تجر بي چې صلاح الدين يې لري په افغانستان کې دسولې درا تلوو نکى په نسبت رو ښا نه لرليدونه وړا ندې کوي . خو بايد هير نه کړو چې سو له ډله ييزه ده اوټول بايد د هغې دتحقق په خا طر دسو لې دعالي شورا درئيس ترڅنګ ودريږي . او په صادقا نه اوله فرقه يي اوتنظيمې مفکورو څخه په خلاصو هلو ځلو سره په افغا نستان کې دجګړې دبندولو اود سولې د تا مينولو په لاره کې هڅه اوهاند و کړي

دزيان رسوونکو مخالفتونو اونظريو څرګندول نه يوا زې دستو نزې غوټه نه خلاصوي بلکي په يوډول نه يو ډول ستو نزو ته لا زيات تحرک ورکوي

 دصلاح الدين يو شمير مخالفينو دى ځوان وباله او داسي يې طرحه کړه چې ګنې دى دغه شان ستره ملي دنده نه شي تر سره کو لى او يو شمير نورو له بلى در يڅې څخه ورودانګل او وي ويل: په هر صورت سو له د افغا نستان دمظلوم اوځوريدلى ملت اړ تيا ده ، سو له د هغه يتيم زوى هيله ده چې دخوړلو لپاره ډوډې نه لري سو له د هغه معلول سړى غږ دى چې له سهاره ترما ښامه پورې د واټ ترڅنګ ولاړ دي کار کوي چې يوه مړۍ حلا له ډوډي ترلاسه کړى لنډه دا چې سو له ددې هيواد دځوريدلى پلار او مور غو ښتنه ده چې مخالف او موافق بايد دغه درد احساس کړي اود هغه دتحقق په لاره کې ګام واخلى دخير په کارکې حرکت ځوان او سپين ږيري نه غواړي دځوا نې له تفکر اوماغزو څخه په استفادي سره کو لى شي د مسئلو په زيات تحليل لاس پورې کړي او مشران او سپين ږيري له خپلو تجربو څخه په استفادي سره دځوان ملا تړ ته ورودا نګې او په دې صورت کې دسولې لرليد رو ښا نه کيږي خوکه چير ي بيا هم ټول په بيلا بيلو لارو لاړ شو او سولې ته يوا زې ديو ارمان په توګه وګورو له شک پرته به سوله تامين نه شي او افغا نستان به له جګړې څخه ونه ژغورل شي

خو که چيري ټول په يوه غږ ديو بل ترڅنګ ودريږو اود افغا نستان د خلکو دسو لې غږ جګړه مارو ته ورسوو په هغه صورت کې مو ددښمن د نفوذ لاره مو تړ لى ده او نن وي که سبا خپلو ملي او هيوادنيو هدفونو ته چې سوله ده رسيږو

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته