اقتصاد

المان د افغانستان په باب دملګرو ملتو دسازمان دنوى پريکړه ليک دتصويب غوښتنه وکړه

المان پرون دملګرو ملتو دسازمان امنيت شورا ديو پريکړه ليک دتصويب غوښتنه وکړه چې له مخي يي دافغانستان حکومت ته ددغه هيواددچارو دبشپړ مسووليت دسپارلو په برخه کې دافغانستان د هځو ملاتړ کيږي .

ددغه پريکړه ليک له مخې به دافغانستان دچارو ټول مسووليتونه ددغه هيواد دملي واکمنې په خپلواک چوکاټ او دملګرو ملتو دمنشور له شپږم فصل سره سم دافغانستان دحکومت په لاس کې وې

دباختر اطلاعاتي اژانس دنړيوالو خبري سرچينو له خولې خبر راکړ

په کابل کې دتيري اوونۍ په لويه جرګه کې هم دهيواد له بيلابيلو سيمو څخه دخلکو استازو په همدي مسئلې ټينګار وکړ .

دملګروملتو دهمدي پريکړه ليک له مخې چې المان يې دتصويب ملاتړ کړي د ى. افغانستان دليږدونې له حالت څخه بهر او دترانفورميشن يا جوړښت پړاو ته ځې يعني په بيلابيلو کورنيو چارو لکه سياسي ، دفاعي ، اقتصادي او پرمختيايي چاروکې به بشپړه واکمنې او صلاحيت ولري .

په افغانستان کې دامريکا دپوځي ماموريت له پيل څخه دغه هيواد تراوسه پورې زياتره دملګرو ملتو دسازمان دمنشور په اتم فصل کې تر ليکل شويو شرايطو لاندې دي .

المان چې په افغانستان کې دايساف په چوکاټ کې څه ناڅه پنځه زره تنه سرتيري يې فعاليت لري دروان ميلادي کال ددسمبر دمياشتي په پنځمه نيټه به ددويم بن دکنفرانس کوربه وي .

په همدي حال کې دملګرو ملتو په سازمان کې دالمان سفير ويلي دي چې دافغانستان په باب دبن دکنفرانس رياست به دملګرو ملتو دسازمان دسرمنشي بان کي مون په غاړه وې .

پيتروبتيګ دملګروملتو دسازمان عمومي اسامبلي ته وويل دطالبانو له راپرزيدو وروسته په افغانستان کې په لسو کلونوکې لومړۍ ځل لپاره اوس يوه تاکلي ستراتيژي او هم دامنيتي مسووليتونو دليږدونې لپاره يو ټاکلي زمانې جدول شته .

بتيګ وويل دملګروملتو دسازمان دامنيت شورا پريکړه ليک ښايي د افغان ځواکونو دعملياتي ظرفيتونو دزياتوالي سبب شي .

داروپا اتحاديي هم په دې اړوند دملګرو ملتو دسازمان دپريکړه ليک دتصويب ملاتړکړى دى .

په اوس وخت کې دافغانستان حکومت افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو سپارلو ته ځان چمتو کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته