امنیت

دوه تنه طالبان د خپل ماين ښکار شول

ښرنه باخترد غبرګولي د میاشتې ۱۵ مه
د پکتيکا ولایت د یوسف خېلو ولسوالۍ اړوند د الله اکبر په سیمه کې دوه تنه وسله وال طالبان د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شول.
د پکتيکا د والي ویاند محمدالرحمن ایاز باختر آژانس ته وویل چې دوه تنه وسله وال طالبان هغه وخت د خپل ماین ښکار شول چې غوښتل یې په لويه لاره کې ماين ښخ کړي.
ایاز وویل چې په دې پیښه کې دوه کلاشينکوفونه هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
ده ده په خبره، په چاودنه کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د يادونې وړه ده چې د يوسف خېلو ولسوالي د پکتیکا ولايت اته ولسوالۍ له مرکز ښرنې سره نښلوي چې په دې لاره د ملکي وکړو ګڼه کوڼه هم زیاته وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته