٢٠ – کابلباختر د مرغومى ٤ مــــــــــــــــه
دمها جرينو په چاروکې د ملګرو ملتو دسا زمان عا لي کميشنري پرون په کندز ولايت کې په راستنو شويو کورنيو د خورا کي تو کو اودسوون موادو ويشل پيل کړل
ددغې کميشنري يو تن مسئول عبد الله رسو لي دباختر اطلاعا تي اژانس ته وويل: په کندز ولايت کې اووه سوه پنځه شپيته را ستنې شوي کورنۍ دپخوا نې سر وې له مخې د مرستې مستحقې پيژند لى شوي دي چې هري کور نۍ ته درې شړى ،يوه جوړه مو زى ، داو بو يوه بو شکه ، داوبلن ګاز يو څلور کيلو يي ډبي ، دوه فرشو نه ، دوه بوري دډبرو سکاره او يوه پنځوس کيلو يې بورى غنم ورکول کيږي
ده وويل : دغه مرستې دغه را ز په بغلان ، تخار او بد خشان ولايتو نو کې هم په راستنو شويو کور نيو ويشلي کيږي
عبد الله رسو لي څرګنده کړه : ټا کل شوې ده په عمو مي ډول په دغو ولايتونوکې په څه نا څه دوو زرو ر ا ستنو شويو کورنيو دغه تو کي وويشل شي
دا په داسي حال کې ده چې د مها جرينو دراستنو لو دچارو وزير د ژمې له پيل څخه مخکې په هيواد کې درا ستنيدونکو او بي ځايه شويو کور نيو د ژوندا نه حالت دردونکي بللى و اود مها جرينو په چارو کې د ملګرو ملتو دسا زمان له عا لي کميشنري او نورو خيريه مو سسو او سا زما نو نو څخه يې له هغوى سره د مرستې غو ښتنه کړې وه