نړۍ

د قرغزستان جمهور رئيس په مسکوکې بستر شو

_ مسکو نړيوالې خبري منابع  باختردتلې د مياشتې  ٢  :
د قرغزستان جمهوررئيس الماس بيک اتمبايف د زړه د ناروغۍ له امله چې د ملګرو ملتو د سازمان د عمومي اسامبلې په ٧١ غونډه کې د ده د ګډون د پروګرام د لغوه کيدو سبب شو، د درملنې لپاره مسکو ته وليږدول شو.
د ايرنا دخبري سايټ دخبرله مخې: 
د قرغزستان٦٠ کلن جمهور رئيس به د مسکو په مرکزي روغتون کې خپلې درملنه وکړي.
د روانې اوونۍ په پيل کې د قرغزستان د جمهور رئيس د سپرلۍ الوتکه چې امريکا ته روانه وه؛ د ترکيې په اتاترک هوايي ډګرکې بيړنۍ ناستې ته اړه شوه.
الماس بيک اتمبايف چې په ١٩٨٣ کال کې د پخواني شوروي اتحاد د واکمنۍ په وخت کې د قرغزستان پارلمان ته ورسيد؛ په ١٩٩١ ميلادي کال کې د کمونيزم له راپرځيدو وروسته په بېلابېلو پستونوکې دنده ترسره کړه، تر څو چې له ٢٠٠٩ څخه تر  ٢٠١١ ميلادي کال پورې صدر اعظم شو او وروسته  جمهوري رياست ته ورسيد.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته