کابل – باختر دلړم دمياشتې ٧
دغزني په قره باع ولسوالۍ کې تيرماښام دماين د چاودنې له امله درې تنه ملکي وګړې ټپيان شول .
دقره باغ ولسوال فضل الرحمن نظروال باخترآژانس ته وويل : ماين ددغې ولسوالۍ په بازار کې په يوموټر سايکل کې ځاى پرځاى شوى و چې ديو سيمه ييز پوليس دموټر دتيريدو په وخت کې وچاوديد.
نظروال وويل : په دې چاودنه کې درې تنه ملکي وګړې ټپيان شول او دپوليسو ځواکونوته دسر زيان نه دى اوښتى .
ده وويل : ټپيانو دقره باغ ولسوالۍ کلينيک ته ليږدول شوي چې دهغوي روغتيايي حالت مخ په ښه والي بلل شوى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ