ټولنه

په پکتيکا کې مخابراتي فعاليتونه ټکني دي

ښرنه باخترد چنګاښ دمیاشتې ۳۱ مه
دپکتيکا ولايت يو شمېر اوسېدونکي اود اترا څانګې مسؤلين وايي، چې د دغه ولايت په نهو ولسواليو کې له تېرو ۱۵ کلونو را په دېخوا مخابراتي شبکې فعاليت نه لري.
پکتيکا د هېواد له سرحدي ولايتونو څخه شمېرل کېږي، چې ۱۸ رسمي او ۴ غيرې رسمي ولسوالۍ لري.
د پکتيکا ولایت د وړممۍ ولسوالۍ اوسېدونکي سيد الرحمان کټوازي باختر اژانس ته وويل، چې له تېرو ۱۵ کلونو راهيسې په وړممۍ، وازېخوا او تروې ولسواليو کې هېڅ مخابراتي شبکې فعاليت نه کوي.
دهغه په خبره(( ديادو دريو ولسواليو اوسېدونکي دمخابراتي شبکو دنه شتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي او افغان دولت يې دستونزو دحل په موخه تر اوسه څه نه ده کړي او دغه درې واړه ولسوالۍ يې له نظره لوېدلې دي))
هغه غوښتنه کوي په وارونو مو له دولت او د مخابراتي شبکو له مسؤلينو غوښتي کړې چې دې ستونزې ته دحل لارې ولټوي خو ستونزې يې يوازې دکاغذ په مخ پاتې کېږي او عمل نه ورباندې کېږي.
دګومل ولسوالۍ اوسېدونکي او قومي مشر زالو وويل، چې دګومل، شکين، برمل او ګيان ولسواليو کې هم ولسونه مخابراتي شبکو ته لاس رسی نه لري.
هغه زياته کړه، چې دولت دې مخابراتي شبکې مجبوري کړي چې ددغه ولايت په ټولو ولسواليو کې خپل فعاليتونه پيل کړي.
هغه زياتوي، چې له یوې خوا مو دکورنۍ غړي په نورو هېوادونو کې مسافر دي، بل پلو مو دکورنيو غړي دولتي دندې لري کلي ته نه شي راتلای او نه هم په خپلو سيمو کې مخابراتي فعاليتونه لري چې له خپلو دوستانو او دکورنۍ له مسافرو غړو سره خبرې وکړي.
په ورته وخت کې دبرملې ولسوالۍ اوسېدونکي صديق الله وايي چې په دغه ولسوالۍ کې دافغان بېسيم يوه شبکه دسهار له اتو بجو دمازديګر تر څلور بجو فعاليت کوي او وروسته دوسله والو طالبانو په امر بنديږي.
هغه وايي، چې افغان دولت دې په ټولو مخابراتي شبکو ومني چې ۲۴ څلور ويشت ساعته خدمات وړاندې کړي.
بل پلو دمخابراتو دریاست داترا دڅانګې مسؤل ابراهيم جاهد وايي، چې پکتيکا ۱۸ رسمي واحدونه لري چې له ډلې يې دمرکز په شمول په نهو ولسواليو کې مخابراتي شبکې فعاليت کوي او په نهوسرحدي ولسواليو کې فعاليت نه کوي.
هغه وايي، چې د دغو ولسواليو د قومي مشرانو ستونزې يې له مرکزي دولت سره شريکې کړي دي.
سرچينه زياتوي، چې دژمنو په اساس په نږدې راتلونکي کې به د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې مخابراتي شبکې فعاليت پيل کړي.
ديادونې وړده، چې په پکتیکاکې پنځه مخابراتي شبکې روشن، افغان بېسيم، اريبا او سلام شبکې فعاليت کوي چې فعاليتونه يې په مرکز ښرنه او يو شمېر ولسواليو  پورې محدود دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته