فيض آباد باختردتلې دمياشتې٣٠نيټه :
يو محصل نن غرمه په بدخشان ولايت کې ځان زندى کړ او مړ شو
د بدخشان د والي وياند امير محمد نظري د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه ځوان د بدخشان ولايت د ټولنيزو علومو د دريم کال محصل و او ځان يې په نامعلوم دليل زندى کړ او خپل ژوند يې پاى ته ورساوه.
ده وويل: د پوليسو په دې برخه کې د پوليسو څيړنې پيل شوې دي.
يوه اوونۍ مخکې هم د دغه پوهنتون يوې ځوانې محصلې د دغه پوهنتون په انګړکې ځان زندى کړ او مړه شو.
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ