اقتصاد

د فوايدعامې وزارت د ترينکوټ _ دهراود د سړک د جوړولو تړون لاسليک کړ

کابل  باخترد وري دمياشتې  ٢٩ :
د فوايدعامې وزارت نن دشلو کيلومترو په اوږدوالى د يو سړک د جوړولو تړون له يو افغاني شرکت سره لاسليک کړ.
دباخترآژانس دخبرله مخې: دفوايدعامې وزارت نن دارزګان ولايت دترينکوټ _ دهراود د سړک د جوړولو تړون د افغان-صداقت  له يو افغاني شرکت سره لاسليک کړ.
ټاکل شوې ده دغه شرکت د شلو کيلومترو په اوږدوالى د ترينکوټ  _ دهراود سړک  د جوړولوکار په  اتو مياشتوکې بشپړکړي .
د فوايد عامې وزير انجينر نجيب الله اوژن په داسې حال کې چې ددغه وزارت يوشمېر مسوولين او د ارزګان ولايت سيمه ييز مقامات هم حاضر وو؛ دغه تړون د افغان-صداقت  د افغاني شرکت له رييس سره لاسليک کړ.
د دغې پروژې لګښت څلور سوه څوارلس مليونه افغانۍ کيږي چې د فوايد عامې وزارت له بودجې څخه تمويليږي.
د فوايدعامي وزير د قرارداد د لاسليک کولو په وخت کې ددغه شرکت دکار په کيفيت تينګار وکړ او ژمنه يې وکړه چې ددغه وزارت د سړک جوړولو انجينران به هم ددغې پروژې دکارڅارنه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته