خبرونهفرهنګټولنه

امربالمعروف وزارت: د ۸۴۷ جوماتونو دروازې د لمونځ کوونکو پرمخ خلاصې شوې دي

کابل، د لېندۍ ۲ مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت له بریا وروسته د امربالمعروف وزارت د فعالیتونو په جریان کې د هېواد په پلازمېنه سربېره په ډېری ولایتونو کې د محتسبینو په مرسته د دې ولایتونو د مرکزونو په شمول په بېلابېلو ولسوالیو کې ۸۴۷ مسجدونه فعال او دروازې یې د لمونځ کوونکو پر مخ خلاصې شوې دي.

د باختر اژانس د خبر له مخې؛ له دې جملې ۴۰۰ جوماتونه په پلازمېنه کابل کې فعال شول، چې له دې ډلې ۲۶۹ جوماتونه د اقامه او آذان لپاره تیار او پاتې نور یې د جوړېدو په حال کې دي.

او دغه راز ۱۱۴ جوماتونه په بدخشان کې فعال شوي، ۱۳۲ جوماتونه په لوګر کې بېرته له سره فعال شوي، چې له جملې یې ۳۲ جوماتونه نوي جوړ شوي، چې له دې ډلې ۹۲ هغه وو چې دروازې یې د لمونځ کوونکو پرمخ تړلې وې.

همدا راز د امربالمعروف وزارت د مکتوب له صادرولو وروسته په پروان کې ۱۷۱ جوماتونه فعال شول، چې له جملې یې ۴۱ جوماتونه نوي جوړ شول.

د یادولو ده، چې د امربالمعروف د مسوولینو له لوري په  پلازمېنه کابل کې د آذان لپاره د لاوډسپیکرونو له نصبولو وروسته د پلازمېنې کابل په شمول د هېواد په ډېری ولایتونو کې د  امربالمعروف د مسوولینو په مرسته ډېری غیر فعال مسجدونه فعال شوي، چې ولسي خلک یې له کړنو راضي دي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا