امنیت

دوه تنه ډار اچوونکي په کاپيسا ولايت کې ووژل شول .

کابل باختر دکب پنځلسمه :
دغبار _ ٧ په نامه دامنيتي  ځواکونو دعملياتوپه دوام هم پرون  دکاپيسا ولايت دتګاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې دوه تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
  د ٢٠١ سيلاب قول اردو دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ دامنيتي ځواکونو دغبار- ٧ په نامه ګډ محاربوي او چاڼيز عمليات چې دکاپيسا ولايت دتګاب ولسوالۍ دجنوب او شمال په مربوطاتو کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو ددريمې پلې  لوا  دقوماندانۍ له خوا ترسره شول دوه تنه ډار اچوونکي ووژل شول . دغه راز ددولت مخالفينو دوسايطو ضد يو ماين چې دننګرهار ولايت دبټي کوټ ولسوالۍ دچوک  سرګردان په ساحه کې ځاى پرځاى  کړي و کشف او شنډ کړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته