امنیت

د طالبانو دوه مهم غړي په پغمان کې ووژل شول

کابل/ د لړم ١٤مه/ باختر
د پوليسو د ځانګړو قطعاتو په عملياتو کې چې د تېرې شپې په نيمايي کې د کابل په  پغمان ولسوالۍ کې ترسره شول؛ د وسله والو طالبانو دوه کليدي غړي ووژل شول.
د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر سرپرست نصرت رحيمي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د پوليسو د ځانګړو قطعاتو ځواکونو د تېرې شپې په نيمايي کې د کابل د پغمان ولسوالۍ په مربوطاتوکې عمليات ترسره کړل چې په پايله کې يې د وسله والو طالبانو دوه کليدي غړي ووژل شول او يو بل يې ونيول شو.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته