امنیت

په زابل کې ۲۳ طالبان ووژل شول

کابل/ د غبرګولي ۳ مه/ باختر
د ملي دفاع وزارت مسوولین وايي چې د زابل په دریو ولسوالیو کې ۲۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۲ نور یې ټپيان شوي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره شپه افغان ځواکونو د زابل په شهر صفا، ارغنداب اوشاجوی ولسوالیو کې پر وسله والو طالبانو بریدونه کړي دي چې په پایله کې یې ۲۳ طالبان وژل شوي او ۱۲ نور یې ټپیان شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې په بریدونو کې د وسله والو طالبانو ۴ پټنځایونه هم له منځه وړل شوي دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته