کابل / باختر د تلې د مياشتې ١٣ :
د پخواني جمهور رئيس حامدکرزي د ډاډګيرنې پيغام
په ژورې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړچې د هېـــواد ملي شخصيت او هېواد پال حاجي محمد طوره د ورپيښې ناروغۍ له امله په حق رسيدلى دى.
حاجي محمد طوره د مصلح او خدمتګار شخصيت په توګه تل د خلکو په خدمت کې و؛ مړينه يې يوه ضايعه ده.
د خپلې خواشينۍ او ډاډګېرنې مراتب د ارواښاد کورنۍ، دوستانو او د تخار ولايت خلکو ته څرګندوم او د الله (ج) له دربارڅخه متوفى ته د فردوس جنت او پاتې کسانو ته يې د جميل صبرهيله کوم.
0 د یوې دقیقې څخه لږ