فرهنګ

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پښتو پياوړي ناول لیکونکي احمدي پر مړینه خواشیني څرګنده کړه

کابل/ د چنګاښ ۲۰ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رهبري د پښتو د داستاني اثارو لیکوال نصیر احمد احمدي پر مړینه خواشیني څرګنده کړه او د هغه مړینه یې د داستاني ادب لپاره یوه ستره ضایع وبلله.
نصیر احمد احمدي له تېرو دوو اوونیو راهیسې پر کرونا ویروس اخته شوی و چې پرون یې د کابل په یوه روغتون کې د ۴۷ کلونو په عمر ساه ورکړه.
پر خواله رسنیو سربېره، جمهوري ریاست، علومو اکاډمۍ او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نصیر احمد احمدي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او د ده مړینه یې یوه ستره ضایع بللې ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ارواښاد احمدي په روانه او خوږه ژبه ډېر داستانونه او کیسې ولیکلې او د تاریخي ناول لیکنې په برخه کې کم ساری لیکوال و.
هغه په دغو وروستیو کې د تاریخي ناول لیکنې لړۍ د هېواد د ملي فرهنګ او هویت پر بنسټ پیل کړې وه او په دې ترڅ کې یې د هېواد پالنې لپاره ښه ذهنیت جوړونه وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رهبري د ارواښاد احمدي مړینه د افغانستان د معاصرو داستاني ادبیاتو په برخه کې یوه لویه ضایعه بولي ارواښاد ته د څښتن تعالی له درباره د فردوس جنت، کورنۍ او دوستانو ته یې د جمیل صبر هیله کوي.
د داستاني اثارو لیکوال ارواښاد نصیر احمد احمدي په ډېره لنډه موده کې د بغدادي پير، جوجو، رڼا، زرو، بوډا او د لېوانو پلونه، سړه سیلۍ، مینه، د واورې سړی او نیکه په ګډون زیات شمېر ناولونه ولیکل چې ورستی ناول یې د غڼې ځالې په نامه پر کرونا له اخته کېدو څو ورځې وړاندې چاپ شوی دی.
وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته