ټولنه

دشمال ختيځ زون دکوچيانو ستونزې وڅيړلې شوې .

-کابل باختر د لړم ديارلسمه :
دشمال ختيځ زون په څلورو ولايتونو  کې دميشتو کوچيانو دستونزو او چلنجونو دڅيړنې او دهغو دحل دلارو چارو دلټولو په اړوند پرون دبدخشان ولايت په مرکز فيض اباد کې يوکنفرانس جوړ شو .
دباختراژانس دخبريال  دخبرله مخې، دبدخشان ولايت مرستيال ډاکتر ګل محمد بيدار وويل چې زموږ په سلو کې اتيا خلک  کوچيان اومالداران  دي او دغه کلمه په پښتون قوم پورې اړه نه لري او په افغانستان کې ټول ميشت قومونه مالداري کوي اوله هغو امکاناتو څخه چې دولت يې هغوى ته ورکوي بايد ګټه واخلي .
په تيره بيا دپامير خلک چې مالداري کوي او دخپلې اړتيا وړ لومړني توکي له څارويو سره تبادله کوي . 
ده وويل چې په روان کال  کې ددولت له بودجې څخه ديو پنځوسو مليونو افغانيو په ارزښت واښه پيرودل کيږي او دهغوى په واک کې  ورکول کيږي چې دژمي په سړښت کې دوښو دکمښت په نسبت څاروي يې له منځه  لاړ نه شي
ده زياته کړه موږ دشمال ختيځ زون دڅلورو ولايتونو ، بغلان ، کندز ،  تخار ، او دبدخشان دخلکو دستونزو دڅيړنې  په خاطر راغونډ شوي وو چې ددغو ولايتونو دکوچيانو ستونزې او چلنجونه چې په دولت کې سياسي موقف او څاروي يې بازار  نه لري او بچيان يې په پوهنې برلاسي نه لري او کال په کال  يوشمير څاروي يې په څړځايونو کې دغير مسوولو وسله والو کسانو له خوا دباج په توګه  اخستل کيږي وڅيړو .
دکوچينانو دچارودسمون دلوى رياست دانکشافي پروژو مسوول ډاکتر حکمت  الله  عصمت دپامير د انکشافي شورا رييس مرزا احمد ،  دتخار ولايت دکوچيانو دچارو امر جمشيد صافي او  دبغلان ولايت  دکوچيانو دچارو آمر محمد امان احمدزي دکوچيانو د ستونزو په باب خبرې وکړې او له دولت څخه يې وغوښتل  چې دکوچيانو دسندونو اومدارکو او دهغوى دقبالو له مخې  دکوچيانو  څړځايونه ورشوګانې دزبر ځواکو له منګلو څخه مستردې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته