ښوونه او روزنه

په یحیی خېلو ولسوالۍ کې یو کتابتون جوړ شو

پکتيکا باختر د تلې د میاشتې ۱۶ مه
د پکتيکا ولايت په یحیی خېلو ولسوالي کې د دغه ولسوالي د ولسونو له لوري يو کتابتون جوړ شو.
د یحی خېلو ولسوالي مخورو د باختر اژانس له سيمه ييز خبريال سره په خبرو کې وویل چې دغه کتابتون يې د ولسونو د وېښتوب او د مطالعې د فرهنګ دودولو په پار پرانیستی چې د سيمې د فرهنګي کسانو له لوري به یې چارې پرمخ وړل کېږي.
دوی وایي چې په دغه کتابتون کې اوس مهال کم شمیر بېلا بېل کتابونه شته دي؛ خو هڅه یې دا ده چې د کتابونو شمیر يې لوړ کړي  او یاد کتابتون په کمپيوټر ليب او نورو اړينو توکو هم سمبال کړي.
د دغه ولسوالۍ یوتن اوسېدونکی بهاول خان  باختر اژانس ته وویل چې د کتابتون په جوړېدو سره به په دغه ولسوالۍ کې  وګړي له مطالعې سره مينه پيدا کړي او ډېری ځوانان به کتاب لوستنې ته را وبولي.
بهاول د ولسونو دغه نیک کار ستايي او زياتوي، چې کله په کومه سيمه کې کتابتونونه زياتېږي هلته پوهه زياتېږي او د بدبختيو لمنه ورټولېږي.
ده له ځوانانو وغوښتل چې له دغه فرصت څخه دې ګټه پورته کړي او خپل وخت دې د نورو مهمو مصروفيتونو تر څنګ کتاب لوستنې ته ورکړي.
هغه له ټولو خلکو غوښتنه وکړه، چې د دغه شان عامه ځايونو د جوړېدو ساتنه او لاس نيوی وکړي،څو راتلونکي نسلونه هم ورنه استفاده وکړي.
نوموړي دغه راز په لوړ پړو چارواکو او تجارانو هم غږ وکړ چې د دغه کتابتون په لا بډاینه کې دي ورسره مرستې وکړي.
یاده دې وي  چې اوس مهال په ټوله پکتيکا کې يو دولتي او درې خصوصي کتابتونونه شتون لري.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته