امنیت

يوولس تنه ډار اچوونکي په ننګرهار کې ووژل شول

کابل/ باختر/ دوري دمياشتې ٢٨مه
يوولس تنه ډار اچوونکي د ننګرهار ولايت د خوږياڼيو او شيرزادو په ولسواليو کې د پوځي عملياتو په دوام ووژل شول او ۲۰ تنه نوريې ټپيان شول  .
دغه عمليات له لسو ورځو را په دې خوا د ملي اردو او ملي پوليسو د سلګونو تنو  ځواکونو په ګډون د هېواد د هوايي ځواکونو په ملاتړ پيل شوي دي .
دهېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په            يوه نوي اقدام کې د ننګرهار ولايت په خوږياڼيو او شيرزادو ولسواليو کې ۱۱ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ۲۰ تنه نوريې ټپيان شول.
ده وويل چې پر دغو ډار اچوونکو له تيرې شپې څخه تر نن سهار پورې له ځمکې او هوا څخه بريدونه وشول.
دغه راز ويل کېږي په دغو عملياتو کې د شيرزاد او خوږياڼيو ولسواليو په لسګونو کلي د طالبانو او داعشيانو په ډلو پورې اړوندو ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوي دي او عمليات دوام لري.
پاى م ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته