کابل باختر دتلي اووه ويشتمه :
په فراه ولايت کې د نشه يي توکو د توليد پنځه فابريکي د امنيتي ځواکونو له خوا کشف او ويجاړې شوې
دغه فابريکې دفراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې وې او د پوځيانو په ځانګړو عملياتو کې کشف او ويجاړې شوې .
د فراه والي محمد آصف ننګ دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دغو فابريکو کې په سلګونو ګيلوګرامه نشه يي توکي او د هغو جوړونکي کيمياوي مواد له منځه وړل شوي دي
ده زياته کړه: په هغې جګړه کې چې د هيروئينو دتوليد ددغو فابريکو دکشف په وخت کې ونښته؛ دنشه يي توکو يو قاچاق وړونکى ووژل شو .
1 د یوې دقیقې څخه لږ