سیاست

ډاکتر عبدالله عبدالله : افغانستان حکومت اوخلک دامريکا د نوې ستراتيژۍ ملاتړ کوي .

کابل باختر دلړم اووه ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله  پرون دامريکا دمتحده ايالاتو دجمهور رييس له مرستيال  مايک پنس سره په سپينه مانۍ کې وکتل .
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ په دې کتنه کې دامريکا دجمهور ررييس مرستيال  مايک پنس په افغانستان کې دترلاسه شويو پرمختګونو له امله دخوښي  په څرګندولو سره ددواړو هېوادونوترمنځ داړيکو په لازيات ټينګښت او پراختيا باندې ټينګار وکړ .
دهېواد اجراييه رييس دامريکادجمهور رييس دمرستيال دتاوده هرکلى  له امله په کور وداني سره وويل له تاسو سره دکتنې له امله خوښ يم او دجمهور رييس ترامپ په نسبت ستاسو  دتاوده او صميمي هرکلى له امله له جمهوړر رييس ترامپ ، ستاسو او له افغانستان سره دمرستې او دنوې ستراتيژۍ  داعلامولو په خاطر دامريکا له حکومت اوخلکو څخه مننه کوو .
دهېواد اجراييه رييس دخپلو خبرو په يوه بله  برخه کې وويل دافغانستان حکومت اوخلک دنوې ستراتيژي  داعلام ملاتړ کوي او موږ هغه دافغانستان او سيمې لپاره يو فرصت بولو .
  اجراييه رييس امنيتي حالت ته په اشارې  سره دامريکا د متحده ايالاتو دوسله والو  ځواکونو  دمثبت رول له امله په قدردانۍ سره وويل اوس دافغانستان وسله وال ځواکونه دزياتو قربانيو او ستونزو په ګاللو سره دهېواددمستقلانه دفاع مسووليت په غاړه لري .  اوپه افغانستان کې يې دطالبانو ،القاعده اوداعش ناوړه پروګرامونه ناکام کړي دي .
اجراييه رييس دتروريستانو بهرني ملاتړ  او دپتنځيو  موضوع ته په اشارې سره وويل چې دتروريستانو دپټنځيو ستونزه لاتراوسه پورې يوه جدي  ستونزه ده او هيله لرو چې پاکستان ددغوپټنځيو په له منځه وړلو کې همکاري وکړي .
دامريکا دمتحده ايالاتو دجمهور رييس مرستيال پنس  دخپلو خبرو په يوه بله برخه کې افغانستان يو بډاى اولرغونى او تاريخي فرهنګ خاوند هېواد وباله او دافغانستان خلکو ته يې داتلانو اوميړنيو خطاب وکړ .
پنس دخپلو خبرو په دوام زياته کړه غواړم له تروريزم ،طالبانو، القاعده او داعش سره په مبارزه کې ستاسو دزړه ورو وسله والو ځواکونو داتلوليو اوسرښندنو له امله قدرداني  وکړم .
پنس دخپلو خبرو په يوه بله برخه کې دنوې ستراتيژى  د مثبتو پايلو له امله دخوښئ په څرګندولو سره وويل دنوې ستراتيژي دپايلو او نتيجو له امله خوښ او راضي يوو .
ده دملي وحدت له حکومت سره دملاتړ او په افغانستان کې دسولې اوثبات دټينګښت په باب دامريکا دمتحده ايالاتو ژمنه تکرار کړه .
په دې غونډه کې دغه راز  دافغانستان دسيمه ئيزو اړيکو درڼو باوري اوسالمو انتخاباتو دترسره کولو ، په بيلابيلو برخو کې داصلاحاتو ،اقتصادي حالت له فساد سره دمبارزې ، دتروريستانو دپټنځيو  د دړې وړې کولو او دسولې دخبرو لپاره دهڅو په باب  خبرې وشوې .
ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته