امنیت

په قندهارکې د طالبانو بريدونه په شا وتمبول شول

ـ کابل / د غبرګولي ٢٩ مه / باختر
د قندهار په تخته پُل او ژيړي ولسواليو کې د وسله والو طالبانو بريدونه په شا وتمبول شول.
د قندهار د امنيې قوماندانۍ وياند جمال ناصر بارکزي باختر آژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د سه شنبې په شپه د تخته پُل ولسوالۍ پر يوې امنيتې پوستې بريد وکړ چې د پوځيانو له سخت غبرګون سره مخ شول او په پايله کې پنځه طالبان ووژل شول او ٩ نور يې ټپيان شول.
هغه دغه راز وويل چې وسله والو طالبانو د ژيړي ولسوالۍ پر يوې امنيتې پوستې بريد وکړ چې په پايله کې اته طالبان ووژل شول او درې نور يې ټپيان شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته