فرهنګ

دهرات موزيم ته ددري ويشتو تاريخي آثارو سپارل

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ٢١ :
دري ويشت ارزښتناک تاريخي اثار  چې نږدې درې زره  کاله  لرغونتيا لري  نن دهرات ملي موزيم ته وسپارل شول.
دغه آثار چې له ميلاد څخه اووه سوه کاله مخکې اوله اسلام څخه  مخکې  په باختري دورو  پورې اړه لري  دملي امنيت  درياست دپرسونل  دپرله پسې هلوځلو له امله  او دهېواد دملي امنيت دشورا اودهرات دخلکو په همکارۍ  ، په داوطلبانه ډول  اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.
دغه اثار نن دهرات ولايت دمرستيال اصيل الدين جامي  اودملي امنيت دشورا او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت داستول شوي هيئت په وړاندې  دهرات ملي موزيم ته وسپارل شول.
   دهرات ولايت داطلاعاتو  اوفرهنګ   رييس آريا روفيان  ددغو اثارو دکشف په لاره کې دامنيتي مسوولينو هلوځلو ته ددرناوي په ترڅ کې وويل :  په دغو اثارو کې  دري ويشت قلمونه او پنځه پارچې تاريخي اثار شامل دي.
دښاغلي روفيان دڅرګندونو له مخې :  ددغو تاريخي او ارزښتناکو اثارو سپارل به دهرات ملي موزيم  لاپسې بډاى کړي .
داطلاعاتو اوفرهنګ رييس ډاډ ورکړ  چې دغه اثار په داسې  ځاى کې  خوندي ساتل کيږي چې دغلو له لوټمارۍ څخه په امن کې وي.
ښاغلي روفيان   ددغو تاريخي اثارو سپارل  دفرهنګ په بډاينه کې ارزښتناک وبلل او ټينګاريې وکړ چې دغه اقدام  دهېواد فرهنګ او تاريخ ته ستر خدمت دى .
له بلې خوا  د هرات ولايت مرستيال هم  ملي موزيم ته ددغو اثارو دستنولو په خاطر  دهېواد  دملي امنيت دشورا  او دخلکو دگډو هلو ځلو له امله قدرداني وکړه  او ويې ويل  چې دهرات په ملي موزيم کې  ددغو اثارو  تشه  مشهوده وه .
ښاغلي جامي په همدې حال کې له فرهنګي مسوولينو څخه وغوښتل چې دفرهنګي   شتمنيو په ساتنه او څارنه کې  دې  زياتې هلې ځلې وکړي.
له بلې خوا  دهېواد  دملي امنيت دشورا استازي جنرال سخي هم ټينګار وکړ  چې  دغه اثار  په داوطلبانه ډول  دهرات دخلکو له خوا  امنيتي  ارګانونو ته سپارل شوي دي .
ده وويل  چې دغه اثار پخوا دهرات  له ملي موزيم څخه  لوټ کړاى شوي  وو  او هغو کسانو چې دغه اثار يې  په واک کې لرل   په داوطلبانه ډول  دغه اثار دهرات  ملي موزيم ته وسپارل .
ټاکل شوې ده چې دغه اثار دهرات په ملي موزيم کې  وساتل شي .
دهرات ملي موزيم  دهېواد يو ډير بډاى موزيم دى  چې نږدې درې زره تاريخي اثارپه کې ساتل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته