سیاست

دکابل دبهير دويمه غونډه په تاشکند کې جوړيږي .

کابل باختر دسلواغې پنځه ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزي نن دمرکزي او جنوبي اسيا په چارو کې دامريکا دمتحده ايالاتو دبهرنيو چارو وزارت دمعين له مرستيال  ميرمن  اليس ويلز سره دخپل کار په دفتر کې وکتل .
  دبهرنيو چارو وزارت وياند باختراژانس ته وويل :دواړو لورو په دې کتنه کې دکابل دبهير ددويمې غونډې دجوړولو ،له مخالفانو سره دسولې دبهير ، دافغانستان دسولې دموضوعګانو په محوريت دتاشکند دغونډې په باب چې ټاکل شوې ده  په راروانه مياشت کې دتاشکند  په ښار کې جوړه شي او دسيمې دحالت په باب  خبرې وکړې .
دغه راز ميرمن اليس  ويلز دافغانستان دقضيو په وړاندې  دخپل متبوع هېواد په ملاتړ او دافغانانو په رهبرى او مالکيت دسولې دبهير په پرمخ بيولو باندې ټينګار وکړ .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته