امنیت

حامد کرزي د خوست او کندهار په ولایتونو کې ماین اېښودنې په کلکه وغندلې

کابل  باختردلړم دمياشتې ٢١ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د خوست او کندهار په ولایتونو کې ماین اېښودنې چې د یو شمېر ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب شوې، په کلکه وغندلې.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفترله لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده، ويل شوې دي:
د خوست د سیمه ایزو چارواکو د معلوماتو له مخې، نن سهار وختي د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ په مکتب بازار سیمه کې د عامو وګړیو د سپرلۍ پر موټر د افغانستان د دښمنانو لخوا ځای پر ځای شوی ماین وچاودېد، چې له امله یې د یوې کورنۍ شپږ تنه غړي چې پکې یو نوی زېږېدلی ماشوم او د هغه مور او نیا هم پکې شامله ده، شهیدان شول. 
همداراز د کندهار د امنیه قوماندان د معلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې د ملکي خلکو د سپرلۍ پر موټرو ددغه ولایت د میوند او خاکرېز په ولسوالیو کې د هېواد د دښمنانو لخوا ځای پر ځای شوي ماینونه وچاودېدل چې پنځه تنه پکې شهیدان او دری نور ټپیان شول.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی چې اوس مهال په هندوستان کې پر رسمي سفر بوخت دی، پر دغو پېښو له خبرېدو وروسته په ژوره توګه خواشینی شو او دا عملونه یې د افغانستان د دښمنانو د وحشت او ظلم څرګندې بېلګې وبللې.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب د شهیدانو کورنیو ته وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای ج له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته