کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ١٥ :
د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په چاڼيزو عملياتوکې وسله والو مخالفينو ته د سر دروند زيان اوښتى دى.
دملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال دولت وزيري د باختر آژانس خبريال ته وويل: په تيرو ٢٤ ساعتوکې ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د هوايي او د ځانګړو ځمکنيو قطعاتو په ملاتړ د تروريستانو د ځالو د له منځه وړلو او د ښه امنيت د تامينولو په خاطر د هوا او ځمکې له لارې د روزګان، قندهار، کندز او هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې د روزګان ولايت په چورې ولسوالۍ کې ١٥ تنه ډار اچوونکي ووژل او ١٤ تنه نور يې ټپيان شول او د قندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې هم ٥ تنه تروريست طالبان ووژل شول.
دغه راز د غلام سخي پله، جرخشک، لقي ها، دم شاخ، جمعه خان اتمانزي په ساحو او د کندز ولايت په مرکز او د امام صاحب په ولسوالۍ کې د سيدخان په نامه د طالبانو د يوه سيمه ييزقوماندان او دوو تنو پاکستانيانو په ګډون ٥٦ تنه وسله وال تروريستان ووژل شول او ٢٤ تنه نور ټپيان شول او د هلمند ولايت د ناوې ولسوالۍ په مربوطاتوکې هم دوه تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
په دغو عملياتوکې د دښمن پنځه پټنځايونه، په لسګونوموټرونه، موټرسايکلونه او يوه اندازه سپکې او درندوې وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي او د هلمند ولايت د ناوې ولسوالۍ، د روزګان ولايت د چورې ولسوالۍ، د کندز ښار ته څېرمه او د قندهار ولايت د ميوند په ولسواليوکې زياتې سيمې د دښمن له شتون څخه پاکې شوې او دغه عمليات دوام لري .
1 1 دقیقه لوستل