امنیت

درويشت طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل /د ليندۍ ١٨مه /باختر
د وسله والوطالبانو د ډلې د څو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون ٢٣ وسله و ال طالبان په هلمند کې د نويو جګړو په بهير کې ووژل شول.
دغه جګړې تېره شپه او نن سهار د نهر سراج او د نادعلي په ولسواليو او د لښکرګاه ښار ته څېرمه رامنځته شوې.
د هېواد په جنوب لويديځ کې د ميوند قول اردو يو جګپوړي مقام باختراژانس ته وويل چې په دغو جګړو کې د شپږو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون ٢٣ وسله وال طالبان ووژل شول.
د طالبانو د مړو له جيبونو څخه ترلاسه شوي سندونه ښيي چې زياتره يې د پاکستان د اسلامي مدرسو زده کوونکي دي.
د رارسېدلو خبرونوله مخې؛ په دغو وسله والوطالبانو زياتره د افغان ځواکونو پر پوستو د دوى د يرغل په وخت کې له ځمکې او هوا څخه بريدونه وشول.
د يوبل خبرله مخې ؛ دوه وسله وال طالبان په هلمند کې د خپل ماين قرباني شول.
دغو وسله والوطالبانو نن سهار غوښتل چې د نهر سراج ولسوالۍ په عمومي سړک ماين ښخ کړي ماين وچاوديد او دواړه يې ووژل.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته