امنیت

له نشه يي توکو سره د دوو تنو قاچاق وړونکو نيول

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٧
د کندز پوليسو تېره شپه له يو سلو څلويښتو کيلوګرامو نشه يي توکو سره دوه تنه قاچاق وړونکي ونيول.
د کندز ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني د باختر آژانس خبريال ته وويل: دوه تنه چې غوښتل يې څه دپاسه ١٤٠ کيلوګرامه اپين له کندز ولايت څخه نورو ولايتونو ته وليږدوي؛ دپوليسو له خوا ونيول شول.
دکندز ولايت د امنيه قوماندان جنرال محمد قسيم جنګل باغ د څرګندونو له مخې: دغه نشه يي توکي له يو هينو موټر څخه په استفادې سره د وښو په بوريوکې په ماهرانه ډول ځاى پرځاى شوي او له کندز څخه کابل ته ليږدول کيدل.
جنګل باغ زياته کړه: نيول شوي کسان چې د هلمند او فراه اوسيدونکي دي؛ په لومړنيوتحقيقات کې په خپل جرم اعتراف کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته