سیاست

دبروکسل کنفرانس لپاره دتياري په باب خبرې وشوې

کابل باختردتلې د مياشتې  ٦  :
دبهرنيو چارو وزارت معين ډاکتر نصيراحمد انديشه پرون دسويډن دشاهي
هېواد په عدلي او قضايي چارو کې  ددولت له وزير  لاريس  ويس برات سره   
چې ديوه  جګپوړي هيئت په مشرۍ کابل ته سفر کړى دى ، وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر  باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې  دپرمختيايي اواقتصادي همکاريو دستراتيژيکي  موافقه ليکونو په رڼا کې ددوه اړخيزو همکاريو ، دبروکسل کنفرانس لپاره دتياري  او دمهاجرينو دراستنولو په برخه کې دهمکارۍ په باب خبرې وشوې.
ددغې کتنې په بهيرکې لاريس دپرمختيايي او اقتصادي مسئلوپه وړاندې  او افغانستان ته دمهاجرينو دراستنولو د چارو په باب دخپل هېواد دژمنو د دوام ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته