امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

ارزګان باختر دزمري ٧ مـــــه

په ارزګان ولايت کې ديوې نښتې په بهير کې پنځه تنه وسله وال طالبان او دوه تنه افغا نۍ پوځيان ووژل شول

دغه نښته تيره شپه ددهرا وود ولسوالۍ په ديزک سيمه کې هغه وخت وشوه چې يوې ډلې وسله والو طالبانو پرافغان ځواکو نو بريد و کړ

دارزګان ولايت ددهراود ولسوال امين الله خالقي باختر ا ژانس ته وويل چې په دې نښته کې پنځه تنه ياغې طالبان اود پو ليسو دوه تنه سرتيري ووژل شول

ده وويل چې ددغې نښتې په پاى کې د وسله والو طالبانو يوه ا ندازه جنګې وسايل هم د افغا ن ځوا کو نو لاس ته ورغلي دي .

ددهرا ود ولسوال دڅرګندونو له مخې په دې يو ساعته نښته کې ملکي وګړو ته زيان نه دى او ښتې .

 له همدى ولايت څخه په يو بل خبر کې ويل شوي دي هغه سړى چې غوښتل يې په ارزګان ولايت کې پر يوې امنيتي پوستې بريد و کړى دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو .

 دغه سړى تيره شپه په داسي حال کې چې ځان يي په دهرا ود ولسوالۍ کې پر يوې امنيتې پو ستې د بريد په مقصد چمتو کاوه دپو ليسو له خوا نيول شوى دى

دارزګان ولايت ددهرا ود ولسوال امين الله خالقي له باخترا ژانس سره په تيلفوني اړيکه کې ددغه يرغلګر طالب نيول تاييد کړل او ويې ويل چې له ده څخه يوه جنګې  وسيله او يوه ا ندا زه چاوديدونکى تو کى تر لاسه شوي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته