امنیت

په کابل کې نن مازيګر دچاودنې له امله پنځه تنه شهيدان شول .

کابل باختردوري درې ويشتمه :
  يوشمير رسنيو  دکابل دچاودنې دپيښې دسردزيان شمير پنځه تنه او دټپيانو شمير درې تنه ښودلي دي
دباختراژانس دخبرله مخې ،  نن  مازيګر ددويمې  امنيتي حوزې په ساحه کې  چاودنه وشوه .
  عيني شاهدانو  دغه پيښه دپوليسو په يورنجر موټر کې دځاى پرځاى شوي چسپکي ماين  دچاودنې  زيږنده بللې ده .
خو اوس يوشمير رسنيو  دکورنيو چارو وزارت  دوياند د مرستيال نجيب دانش له خولې خبر ورکړى دى  چې پيښه ځانمرګي بريد و  او له امله يې پنځه تنه شهيدان او درې تنه نور ټپيان شوي دي .
  په همدې حال کې دباختراژانس خبريال په پرله پسې هلوځلو سره بريالي نه شو  چې دکورنيو چارو وزارت  له ويندويانو  څخه موثق جزئيات ترلاسه کړي .
  په همدې دليل دکابل پوليسو تراوسه پورې ددغې پيښې په باب  نظر نه دى څرګندکړى  په همدې حال کې دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهور رييس محمد اشرف غني  ددغه تروريستي بريد دغندنې په ترڅ کې وويل تروريستي ډلې نه شي کولى د ډار او وحشت له لارې  او ددغه شان تروريستي بريدونو  په ترسره کولو سره  خپلو ناوړو هدفونو ته ورسيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته