امنیت

په سرپل کې په نويو نښتو کې طالبانو ته دردروندزيان

کابل باختر د زمري  دريمه :
  درې ديرش تنه وسله وال طالبان په سرپل ولايت کې له پوځيانو سره په نويو نښتو کې ووژل شول
يوه له دغو جګړو څخه تيره شپه هغه وخت ونښته چې  يوې ډلې وسله والو طالبانو پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ .
په سرپل ولايت کې دملي اردو يو قوماندان باختراژانس ته خبرورکړ په دې پيښه کې ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول
   ده وويل :طالبان دسرله زيان وروسته تيښتې ته اړشول .
ويل کيږي په دې نښته کې سرتيرو اوملګي وګړو ته زيان نه دى اوښتي
ديوبل خبر له مخې:  دسرپل ولايت د کوهستاناتو  په ولسوالۍ کې   په يوه بله نښته کې څه ناڅه پنځلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول
جګړه تيره شپه هغه وخت ونښته چې طالبانو غوښتل  په واټ کې ماينونه ښخ کړي
دملي اردو دغه قوماندان وويل : په دې نښته کې سرتيرو ته زيان نه دى اوښتى 
ديوبل خبر له مخې:دوسله والو طالبانو دډلې ديوه سيمه ئيز قوماندان په ګډون پنځه نور وسله وال طالبان په سرپل ولايت کې په نويو نښتو کې ووژل شول او اته تنه نور ټپيان شول .
دغه جګړه نن سهار دسرپل ښارته  څيرمه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې طالبانو دپوځيانو پرکاروان بريد وکړ
ويل کيږي په دې پيښه کې سرتيرو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته