اقتصادټولنه

د کابل – لوګر واټ د پخولو کار دوام لري

کابل / د غبرګولي١٦مه / باختر
مسوولانو د کابل – لوګر واټ د جوړولو او پخولو د ګړنديتوب خبر ورکړ.
د دغه واټ يوه برخه له کابل څخه تر سياه بيني پورې د اوو کيلومترو په اوږدوالي اوشپيتو مترو په سور دوام لري.
د ټولګټو چارو وزارت وايي چې د دغه واټ درېيمه برخه پخه شوې او د پاتې برخو کار دوام لري.
د کابل – لوګر واټ يوه برخه د يومليارد ٣٩٢ ميليونو افغانيو په لګښت جوړېږي.
دغه واټ د تګ او راتګ دوه کرښې لري چې د لارې بله برخه په دوو وروستيو کلونو کې پخېږي.
د ټولګتو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د کابل ښار- سياه بيني واټ د جوړولو او پخولو چارې به په دريو مياشتو کې بشپړې شي.
ختم- شکريه – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته