سیاستخبرونه

امریکا له خپلې ماتې سره سره بیا هم د عبرت درس نه دی اخیستی

کابل، د زمري٢٥ مه، باختر

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند څرګنده کړې، چې امريکا تر اوسه پورې په افغانستان کې له خپلې ماتې زده کړه نه ده کړې او دغه راز د دموکراسۍ او د بشر د حقوقو په نامه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ بين پرون د اسلامي امارت د بيا برياليتوب  د لومړۍ کاليزې په مناسبت په ځانګړې خبري غونډه کې وويل: ” امريکا د افغانستان د دموکراتيک کولو او له دغه هېواد څخه د خپلو پوځيانو د تېښتې لپاره له خپلو ناکامو هلو ځلو درس نه دى اخيستى”.

هغه زياته کړې، چې د کابل د سقوط شېبه په افغانستان کې د بهرنۍ دموکراسۍ  جوړولو لپاره د امريکا د تپل شويو هلوځلو د دړې وړې کېدو ښکاروندى دى.

دا په داسې حال کې ده چې د دموکراسۍ په لور د هر هېواد تګلورى  يوازې د هغه خلک کولاى شي په مستقل ډول او خپلو ملي شرايطو ته په پاملرنې سره  ووايي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند زياته کړه امريکا او د هغه شريکان شل کاله  افغانستان اشغال کړ خو په پاى کې هر څه يې خوشې کړل او وتښتېدل.

نوموړي څرګنده کړه، د سړې جګړې په پاى ته رسېدو سره امريکا  د دموکراسۍ او د بشر د حقوقو په پلمه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو بريدونه وکړل او د خپلو ژئوپوليتيکي ګټو له مخې تقابل ته لمن وهلې ده، خلک د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له هغه سره مخالف دي، امريکا په افغانستان کې ماتې وخوړله  خو دغه کار هغوى ته هيڅ نه دي ور زده کړي.

وينبين زياته کړه، امريکا نه يوازې د افغانستان په ملياردونو ډالره اسعاري زېرمه  کنګل کړه  بلکې د افغانستان د بيارغونې او پرمختګ لپاره يې خنډ جوړ کړى دى

امريکا هيڅکله د دموکراسۍ او د بشر د حقوقو  په نامه د نورو په کورنيو چارو کې له لاسوهنې لاس نه دى اخيستى.

\ ج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا