
بهرنۍ رسنۍ، د زمري ۷ مه، نړۍ
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن د جمعې په ورځ په یو بیان کې ویلي، چې غواړي له تایوان سره د ۳۴۵ میلیونه ډالرو په ارزښت پوځي مرسته وکړي.
بایډن ویلي، چې د هغه صلاحیت له مخې چې اساسي او د امریکا متحده ایالاتو نورو قوانینو ده ته ورکړی، د بهرنیو چارو وزارت ته یې لارښوونه کړې چې تایوان سره د دغو مرستو نور پړاونو پر مخ یوسي.
اې بې سي ټلویزیون ته ځینو سرچینو ویلي، چې تایوان ته دغه مرستې د امریکامتحده ایالاتو دفاع وزارت له زېرمو ورکول کېږي، چې دفاعي سیسټمونه، توغندي او نور بېلابېل وسایل شامل دي.
دا لومړی ځل دی، چې د بایډن اداره تایون ته د یوې لویې پوځي کڅوړې د لېږلو پرېکړه کوي.
واشنګټن له ټایپي سره د دغې مرستې اعلان په داسې مهال کوي، چې چین تایوان خپله نه بېلېدونکې خاوره بولي او د دواړو لوریو ترمنځ دې ورستیو کې ناندرۍ زیاتې شوې هم دي.
صافی