
بهرنۍ رسنۍ، د وږي ۲۶ مه، نړۍ
د چین جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپرو شویو معلوماتو کې راغلي، چې بیجینګ د امریکا متحده ایالاتو په دوه هغو شرکتونو بندیزونه لګوي، چې ټایپي ته د واشنګټن له لوري د وسلو په ورکړه کې لاس لري.
معلوماتو کې دغه راز ویل شوي، چې امریکا د واحد چین پالیسۍ ته چې له مخې یې تایوان د چین د خاورې یوه برخه ده، احترام نلري او په قصدي ډول له ټایپي سره د وسلو په برخه کې مرسته کوي.
چین پر امریکایي شرکتونو د بندیزونو خبر په داسې مهال مطرح کوي، چې په دې وروستیو کې امریکا، تایوان ته د وسلو ځینې بستې د مرستې په ډول لېږلې دي.
ورته وخت کې تایواني چارواکو تازه ویلي، چې تر ۴۰ زیاتو چینایي جیټ الوتکو وړمه ورځ د دوی پر هوایي حریم الوتنې ترسره کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې د چین او نړۍ ترمنځ د تایوان پر سر ناندرۍ وروسته ترهغې ډېرې شوې، چې د امریکا د سنا مجلس مشرې نانسي پلوسي تېر کال د واحد چین پالیسۍ خلاف ټایپي ته سفر وکړ.
بیجینګ وایي، تایوان یې د خاورې یوه برخه ده او ویل کېږي تر راتلونکو څو کلونو پورې یې د نیولو او چین سره د یوځای کولو ضرب الاجل ټاکل شوی دی.