سیاستخبرونهټولنه

امر بالمعروف وزارت د عالیقدر امیرالمؤمنین د ټولو فرمانونو په عملي کېدو ټینګار وکړ

 کابل، د زمري ۲۳مه، باختر

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو سرپرست وزیر شیخ محمد خالد (الحنفي) په مرکز کابل کې یوې پراخې غونډې ته په خپله وینا کې د امیرالمومنین د ټولو فرمانونو په عملي کېدو ټینګار وکړ.

نوموړي وویل: ((استشهادیانو د امير د اطاعت په اساس خپل سرونه قرباني کړل او اوس مجاهدین د امیرالمؤمنین په فرمان سره خپل ويښته نشې قربانولی، دا د مشرتابه پرېکړه ده، فرامین باید په خوښه پرځان عملي کړو.

سرپرست وزیر د نظامي لیکو تصفیې ته په اشارې سره وویل: کشران باید له خپلو صفونو څخه وباسو، همدا د امیرالمؤمنین فرمان دی، هر ارګان له استثناء پرته باید د امیرالمؤمنین فرامینو ته متوجه شي، همدا د مسؤلینو ذمه واري ده، که یو څوک له شریعت یوه ذره هم څنګ ته کیږي زموږ مسئولیت دی چې متوجه یې کړو.

نوموړي مسؤلینو ته د عدل او خپل ځانونو د اصلاح کولو په مورد وویل: کله چې حاکمان له عدل څخه کار واخلي، نو اثر یې په رعیت کې هم وي، موږ باید متوجه شو او د عدالت نظام پلي کړو، لومړی باید خپلو ځانونو ته متوجه شو او بیا د رعیت اصلاح وکړو.

د امربالمعروف وزارت سرپرست شیخ خالد الحنفي وویل: د تېرو شلو کلونو له قربانیو څخه هدف د هېواد استقلال او د اسلامي نظام قیام و، استقلال مو ترلاسه کړ اوس به اسلامي نظام  تطبیقوو، خو دا د ټولو مسئولیت دی او ټول به یې په ګډه ادا کوو

ده دا راز د ښځو حقونو د ورکولو یادونه وکړه او ویې ویل چې د اسلام په مقدس دین کې ښځې ته د مهر، میراث او خپل راتلوتکي ټاکلو حق ورکړل شوی چې په تېرو شلو کلونو کې ترې دا حقوق د تش په نامه د بشریت حقوقو مدافعینو اخیستې وو او د اسلامي امارت په راتګ سره زموږ هڅه دا ده چې د اسلامي حکمونو او امیرالمؤمنین د امر په پلي کولو سره ښځو ته د دوی خپل حقه حقوق ورکړو.

نوموړي همداراز له رسنیو وغوښتل چې رسنۍ باید د نظام ملاتړ وکړي، همدا مو شریک نظام دی او د هیواد ګټې مو شریکې دي، که چیرته تاسو کوم ځای کې مشکل درک کړ موږ سره یې شریک کړئ، موږ به یې حتما مخه نیسو دا مو ژمنه او وعده ده.))

ع/ا

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا